ولایتي رئیسانو او آمرینو سره آنلاین ناسته

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۵۶
ولایتي رئیسانو او آمرینو سره آنلاین ناسته

دوشنبه مورخ 11شوال‌المکرم 1444 / 11ثور 1402

خصوصی سکټور ته دغوره خدمتونو وړاندې کولو، د کورنیو تولیداتوڅخه ملاتړ، او شرکتونو ته د ترجیحي تعرفي وړاندې کولو په موخه  د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت ولایتي رئیسانو او آمرینو سره آنلاین ناسته تر سره شوه.

 یاد ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي سیدمحمد نعیم محمدی، د معلوماتي ټکنالوجۍ، ثقیله، خفیفه، او لومړنیو صنایعو رئیسانو هم شتون درلود، ښاغلي جمال د نوی دیټابیس  په اړه چې د تولیدی او صنعتي فابریکو د ثبت په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوي ده خبرې وکړې، زیاته يې کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې صنعت کارانو، تولیدی فابریکو او په مجموع کې ټول خصوصي سکټور ته آسانتیاوې رامنځته کړي

 ښاغلي جمال د صنعتي او تولیدي فابریکو له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې د یاد سیستم څخه په ښه ټوګه ګټه پورته کړي، صنعتي اوتولیدی فابریکي ثبت کړي، همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټولو ولایتي رئیسانو او آمرینو ته لارښوونه وکړه چې ټولو صنعتي او تولیدي فابریکو مسئولینو سره د نوی جوړه شوي دیټابیس او سیسټم په اړه د معلومات په ورکولو سره پوره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS