په بلخ ولایت کې داکسیجن دتولید ډیروالی
![په بلخ ولایت کې داکسیجن دتولید ډیروالی](/sites/default/files/2021-05/afzaysh_sth_twlyd_aksyjn_dr_wlayt_blkh.jpg)
دوشنبه دغبرګولی ۳یمه ۱۴۰۰
په بلخ ولایت کې داکسیجنو دتولید لومړنۍ فابریکې په خپلو تولیداتو کې ډیروالی راوستلی، دفضای بلخ داکسیجنو تولیدي فابریکې د۵۰۰زره امریکایي ډالرو په لومړنۍ پانګونه ددغه ولایت دامیرعلي شیر نوایي په صنعتي پارک کې خپل فعالیت پیل کړ.
دیادونې وړ ده چې په یاده فابریکه کې یو شمېر هېوادوالو ته دکارزمینه برابره شوې او یاده فابریکه په یوه شپه او ورځ کې ۱۸ زره ټنه اکسیجن تولیدوي.
دغه فابریکه سربیره پر دې چې داکسیجن له پلوه دبلخ ولایت اړتیا پوره کوي ، نورو څیرمه ولایتونو ته هم خپل تولدات استوي ، ددې فابریکې مسولین وایي ، هڅه کوي ترڅو په نږدې راتلونکي کې خپل تولیدات دهېواد نورو ولایتونو ته هم واستوي.