په ملي اسعارو سره  د سوداګریزو راکړو ورکړو بیاکتنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۲:۳۸
په ملي اسعارو سره  د سوداګریزو راکړو ورکړو بیاکتنه

چهارشنبه د سلواغې ۲۰مه

په ملي اسعارو سره  د پیسو د لیږد او سوداګریزو راکړو ورکړو د ستونزې په اړه ګډه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د دغه وزارت د د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

په دې غونډه کې د بانکدارۍ سکتور (دولتی او خصوصي)، سوداګرو، د مالیې وزارت استازو او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو په حضوری او انلاین ډول برخه اخیستې وه او پر یاده موضوع یې خبرې وکړې.

د غونډې په پیل کې په ملي اسعارو سره  د پیسو د لیږد او سوداګریزو راکړو ورکړو د ستونزو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

په ازاد بحث کې ګډونوالو په علمي، تخنیکي او عملي لارو چارو خبرې وکړې او خپل بېلابېل نظریات او وړاندیزونه یې څرګند کړل

په پای  کې پریکړه وشوه چې ښکیلې خواوې دې په دې اړه لا زیات غور وکړې او خپل وروستي  نظریات دې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په لیکلي ډول شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS