په میدان وردګ  ولایت کې د ماربلو سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۹:۴۹
په میدان وردګ  ولایت کې د ماربلو سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

سه‌شنبه د غويی ۲۱مه ۱۴۰۰

په میدان وردګو ولایت کې د ماربلو د تولید او پروسس فابریکې خپله پانګونه پنځه سوه زره امریکایی ډالرو ته لوړې کړي ده. دې فابریکې په۱۳۸۲ لمریزکال کې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د سل زره امریکایی ډالرو په لومړني پانګې سره خپل فعالیت پیل کړ او د دې ولایت تر څلوېښتو زیاتو اوسیدونکو ته یې د کار زمینه برابره کړه.

دغه فابریکه په شپه او ورځ کې  د درې سوه ټنه مرمرو تولید او پروسس وړتیا لري، چې د خپ تولیدات کابل ، کندز ، بلخ ، زابل ، کندهار ، غزني ، فراه ، پروان او پنجشیر ولایتونو ته لیږدوي.

 د دې فابریکې څښتن وايي چې په هیواد کې د سولې او امنیت په رامنځته کیدلو سره دوی چمتو دي چې پدې برخه کې خپله پانګه زیاته کړي او د هیواد ډیرو اوسیدونکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS