په هرات ولایت کې د دریوو تولیدې فابریکو پرانیسته

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۸:۴۵
په هرات ولایت کې د دریوو تولیدې فابریکو پرانیسته

دوشنبه د غويی ۲۷ مه ۱۴۰۰

په هرات ولایت کې د لسو میلیونوامریکايي ډالرو په ارزښت د  درې تولیدې فابریکې ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې.

یادې فابریکې د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر نثاراحمد غوریانی د دغه ولایت والی سید وحید زاهد قتالی،په ولسي جرکه د ولس استازو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون پرانستل شوي .

دیادې فابریکې  هرات ولایت د صنعتی ښارګوټې کې د ۱۰ میلونه ډالرو په پانګونې سره  د لبنیاتو، ایسکریم ، پنیر او بیسکیټو تولید په برخه کې فعالیت ترسره کوي چې  نیغ په نیغه يې تنو ۵۰۰هیوادوالوته د کار زمینه برابره کړې ده .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددې فابریکو د بیلا بیلو پرخو په پرانست غونډو کې وویل د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په بیلا بیلو سکتورونوکې د دې شرکتونو د پانګونې هرکلی کوي، زیاته يې کړه دې وزارت په بیلا بیلو سکتورونوکې د پانګونې د را جلبولو لپاره اغیزناکه اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي غوریانی  د کورنیو تولیداتو او ځان بسیانيې په لور د دې فابریکو پرانستل اغیزناکه وباله.

 له بل پلوه د هرات والی په دغه پرانست غونډه کې وویل د دا ډول فابریکو پرانستل د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي  او د بی کارۍ کچې د را ټیټولوپه برخه کې د هیواد په ګټه وباله ،د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هرات ولایت  سیمه اییز چارواکو سر یو ځای د صنعتی ښارګوټي له یو درملو د تولید یوې فابریکې څخه هم لیدنه وکړه ،دغه د درملو فابریکه به ډیر ژر ګټې اخیستنې په موخه په هرات ولایت کې پرانستل شي.

 د هرات ولایت د صنعتی ښارګوټی د څلورو بیلا بیلو فازونو په درلودو سره د هیواد د مهمو صنعتی ښارګوټو څخه شمیر کیږي چې  تر اوسه په بیلا بیلو سکتورونوکې تر (۳۰۰ ) زیات صنعتی او تولیدي فابریکې په کې  فعالیت ترسره کوي  او تر ۴۰۰۰۰ زیات هیواودوال په کې په کار بوخت دي.

 همدا راز په پام کې ده چې  د کورنیو صنایعو د ملاتړ د اووني په درشل کې په قندهاراو کابل څو نورې فابریکې د صنعت او سواګرۍ وزیر، د پارلمان او خصوصي سکتور د استازو په ګډون  پرانستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS