په کراچې کې د افغان سوداګرو اموالو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه
جمعه مورد ۳ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲۶ عقرب ۱۴۰۲
د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر، الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي له پاکستاني لوري سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو ګډون درلود، هوکړه وشوه چې د افغان سوداګرو بند پاتې اموال د کراچۍ له بندر څخه سمدستي آزاد شي.