چین ته د افغاني صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۴۶
چین ته د افغاني صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله

سه شنبه 25 رمضان المبارک 1446 / 5 حمل 1404

کابل- د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ښاغلي "ژاو شینگ" سره وکتل او په اړونده مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

پدې کتنه کې د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګریز توازن پر ټینګښت ټینګار وشو او دواړو لوریو چین ته له افغانستان څخه د صادراتو د زیاتوالي او په تېره بیا د جلغوزیو،انارو، قیمتي ډډبرو لکه نفرائت، اونکس، لاجورد، تالک او داسې نورو محصولاتو په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.

د دې کتنې او مذاکراتو موخه چین ته د افغانستان نېغ په نېغه صادراتو په لار کې د آسانتیاوو راوستل و تر څو چین ته د افغانستان صادراتي توکيو او مالونو او همدارنګه افغانستان ته د بېلابلو اقتصادي سکتورونو د ودې په موخه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو په لار کې د ترانزیتي او لېږد رالېږد لګښتونو کم شي.

د دې خبرو اترو په پایله کې دواړو لوریو هوکړه وکړه تر څو د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ په ډګر کې د لازمو آسانتیاوو د رامینځ ته کولو په موخه یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي چې منظمې غونډې به ولري.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمن دی تر څو له بېلابېلو هېوادو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره د ملي صادراتو د ودې او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS