افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل
شنبه 21 جمادی الاول 1446 / 3 لینډی 1403
چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ ټولګه را ورسیده.
دغه محموله چې ټول ۵۵ کانتینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادو له لارې نن غرمه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ ( قوس) يه درېمه د هېواد په شمال کې د مزارشریف ښار ته را ورسیده.
په هغه محفل کې چې له عمدې امله د بلخ ولایت په مرکز مزار ښار کې جوړ شوی و، د صتعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ، د بلخ ولایت مرستیال، د بلخ ولایت د تجارت او پانګونې خونې رئیس او ځینو نورو چارواکو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې دغه سوداګریزه محموله په ټولیز ډول په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته را رسیدلې ده او ټاکل شوې ده چې د بېرته ستندو په لار کې د هېواد ځینې صادراتي توکي له ځان سره اړونده هېوادو ته ولېږدوي.