دافغانستان دکرنیزې او مالدارۍ خونۍ دموقتۍ رهبرۍ لخوا دفعالیتونو دبنسټيزه کېدو ژمنه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۴۴
دافغانستان دکرنیزې او مالدارۍ خونۍ دموقتۍ رهبرۍ لخوا دفعالیتونو دبنسټيزه کېدو ژمنه

۳/۴/۱۳۹۹
دافغانستان دکرنیزو امو مالدارۍ تولیداتو دخونې دموقتې رهبرۍ مدیره پلاوي دصنعت او سوداګرۍ دمعینیت دسرپرست ښاغلي عبدالکریم ملکیار سره دکتنې تر څنګ دیادې خونې او دکرنې او مالدارۍ دسکتور د وضیعیت په اړه بحث او خبرې اترۍې وکړې. که څه هم چې ددې خونې له رامنځته کېدو یو کال تیریږي ، ددې خونې مدیره پلاوي او غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې ددې خونې دفعالیتونو دمعیاري کېدو ، دغړو دجلب او جذب او همداراز دیادې خونې دمدیره پلاوي دګومارنې په موخه دټاکنو دپه لاره اچولو په برخه کې مرسته وکړي

وروسته دصنعت او سوداګرۍ سرپرست معین وویل چې دافغانستان په اقتصاد کې دکرنې او مالدارۍ برخه نه هېرېدونکې ده او زیاته یې کړه چې دغه برخه دهېواد دصادراتو دزیاتوالوالي په برخه کې لویه ونډه لري۰ عبدالکریم ملکیار وویل چې دکرنې او مالدارۍ دتولیداتو دخونې رامنځته کېدل ددې سکتور لخوا لویه لاسته راوړنه ده، دده په وینا ددې خونې موقته رهبري باید هڅه وکړي چې ژرتر ژره دیوه منتخب مدیره پلاوي دګومارنې لپاره زمینه برابره کړي.

په پای کې دیادې خونې موقت مدیره پلاوي دصنعت او سوداګرۍ وزارت له هر اړخیزه مرستو څخه دمننې تر څنګ ژمنه وکړه چې ددې خونې دفعالیتونو دبنسټیزه کېدو چارې به باګړندۍ کړي اوپه راتلونکو څو میاشتو کې به دتشکیلاتو ، فعالیتونو او لاسته راوړنو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي.

دیادونۍ وړ ده چۍ دیادې خونې لخوا دهغو ذات البیني ټاکنو په لړ کۍ ، چې په دې وروستیو کې تر سره شوې، ښاغلی خان محمد فروتن دکرنیزو او مالدارۍ توکو دتولیداتو خونې دموقت میره پلاوي دریس په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS