دافغانستان نوي سفیر او دایمي استازي خپل اعتبار لیک دنړیوال سوداګریز سازمان پلاوي ته وسپاره
چهار شنبه : دسلواغې لومړۍ ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او دجمهوري ریاست دعالي مقام په منظورۍ ، سید رامین زیوري ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې دافغانستان دسفیر او دایمي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.
نوموړي دیولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دسویس په په پلازمینه ژنیو ښار کې خپل اعتبار لیک ددغه سازمان دعمومي ریس مرستیال ښاغلي آلن دبلیوم وولف ته وړاندې کړ.
ښاغلي وولف دښاغلي زیوري اعتبار لیک په منلو سره په نړیوال سوداګریز سازمان کې دنوموړي دتقرر مبارکي وویله او ده ته یې دلابریاووو هیله څرګنده کړه
افغانستان د۲۰۱۵ کال په وروستیو کې دنړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړاو له ښاغلي قربان حقجو څخه وروسته ښاغلی زیوري په یاد سازمان کې دویم سفیر دی چې وټاکل شو.