دافغانستان-پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۱۹
دافغانستان-پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

سه شنبه: دلړم ۲۷مه ۱۳۹۹

دافغانستان- پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او دپاکستان داسلامي جمهوریت دلومړي وزیر داقتصادي سلاکاراو ددغه هېواد دسوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود په حضور کې دافغانستان دمالیې وزارت دګمرکونودریس ښاغلي خلیل صالح زاده او دپاکستان دګمرکونو دبورد غړي ښاغلي سیدمحمد هدا لخوا لاسلیک شو.

ددغه هوکړه لیک له مخې به دافغانستان دمالیې وزارت دکمرکونو ریاست او دپاکستان دګمرکونودبورد ترمنځ، دسوداګریزو او ترانزیټي توکو تر بارولو دمخه ددواړو هېوادونو دسوداګرو لپاره همکاري رامنځته کیږي.

همداراز، ددغې هوکړې له مخې ټاکل شوي ګمرک ته تر رسېدو دمخه به د کارګو په اړه معلومات شریک کیږي، دارقامواو ګمرکي معلوماتو شریکول، دګمرکي تجربو په اړه ددواړو لورو دمعلوماتو شریکواو ظرفیت لوړونه هم ددغه هوکړه لیک برخه ده .

دیادونې وړ ده چې دروانې میاشتې په لومړیو کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني اسلام آباتد ته دخپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره دسوداګریزو، ترانزیټي او ګمرکي ستونزو په اړه دافغانستان دسوداګروستونزې شریکې کړې وې او دلومړنیو خبرو په ترڅ کې دګمرکي همکاریو یو هوکړه لیک یې هم لاسلیک کړی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS