دافغانستان-پاکستان دسوداګریزو او ترانزیتي ستونزو دارزونې تخنیکي غونډه ترسره شوه.

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۶:۵
دافغانستان-پاکستان دسوداګریزو او ترانزیتي ستونزو دارزونې تخنیکي غونډه ترسره شوه.
سه شنبه دلړم 6مه 1399
دافغانستان-پاکستان دسوداګریزو او ترانزیټي ستونزو دارزونې ګډه تخنیکي غونډه دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ،دپاکستان د لومړي وزیر د تخنیکي چارو ارشد مشاور او د سوداګرۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق داوود په ګډون د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو د ارزونې په هکله ترسره شوه.
همدا راز په دې غونډه کې افغانستان د اتاقونود فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي،د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د خصوصي سکتور استازو د هیواد د سوداګرۍ دتخنیکي غړوپه صفت ګډون کړی وه .
د صنعت اوسوداګرۍ سرپرست اونوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د پاکستان سره د افغانستان دترانزیټی او سوداکریزو ستونزو په حل ټینګار وکړ ویې ویل دې غونډه کې په 21 هغه ستونزو چې پاکستان کې افغان سوداګر ورسره مخ دي بحث شوی او عمده برخه سونزې یې حل شوي دي.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه په یاده غونډه کې د ځینو افغان سوداګرو توکې چې د شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان په بندرونوکې دستونزو سره مخ وه حل شوي او په راتلونکو اونیو کې به یې افغانستان ته دلیږد بهیر پیل شي.
د غونډې په پای کې د غونډي ګډونوالو د دواړوهیوادونو ترمنځ ترانزیت او سوداګري هیله بښونکي وبلله، په مختلفو کاري برخو کې یې د افغانستان -پاکستان د سوداګریزو او ترانزیتی ستونزو د حل په موخه په دوامداره او نږدې همکارۍ پریکړه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS