دصنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر لخوا دمننې پیغام
دهېواد د پارلمان داعتماد له رایې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دمننې پیغام
له همدې امله دهېواد په پارلمان کې دملت له استازو څخه مننه کوم چې ما ته یې داعتماد رایه راکړه او زه یې ددې دندې لپاره وړ وګڼلم
په پارلمان کې دملت قدرمنو استازو او دافغانستان باعزته ولس ته ډاډ ورکوم چې د ملت داستازو اودافغانستان داسلامي جمهوري دولت سره په همغږۍ به په افغانستان کې دصنعت او سوداګرۍ دودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړم
له تاسې قدرمنو څخه مننه
نثاراحمد غوریاني دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزیر