دصنعت او سوداګرۍ وزیر ته د ذایقي د نړیوال انسټټیوت لخوا(د طلا درې ستوریزه) ستاینلک ورکړل شوه .

یکشنبه دسلواغې ۱۹مه ۱۳۹۹
د کیهان زعفران کرهنیز شرکت مشر د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني سره په کتنه کې ، د اروپا د ذایقي د اتحاديې نړیوال انسټټیوت د جایزود ستاینې درې ستوریزطلایې ستاینلیک، چې دې شرکت سږ کال ترلاسه کړی وه وړاندې کړ.
د افغانستان زعفرانو د څلورم ځل لپاره د اروپا د ذایقي د اتحاديې نړیوال انسټټیوت درې ستوريزه طلايې جایزه ترلاسه کړه .
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د کیهان زعفران کرهنیز شرکت څخه مننه وکړه چې دې وزارت ته يې د یاد انسټیټیوټ څخه ترلاسه شوي جایزه ورکړه، اود افغانستان زعفرانو لخوا يې د یادې جایزي ترلاسه کولو په هکله هغوي ته مبارکې وویله .
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دافغانستان زعفرانو په نړۍ کې خپل ځاې ترلاسه کړی او وزارت هڅه کوي د هیواد زعفرانو لپاره په نړیوال بازارونو کې لا ښه بازارموندنه وکړي.
د خوړو او څښاک د غوره زایقې، بوی او رنګ کلنۍ سیالي د اروپایی اتحادیې د زایقې د نړیوال انسټیټیوټ لخوا د بلجیم په بروکسل ښار کې ترسره کیږي.
د څلورم ځل لپاره ، افغانستانو زعفرانو د لوړ کیفیت، غوره خوند ، رنګ او بوی له آمله د دې انسټیټیوټ د سرو زرو درې ستوريزه جایزه وګټله.
دا سیالۍ د افغانستان ، ایران ، هسپانیې او یونان هیوادونو ترمنځ چې د زعفرانو ترټولو لوړ کیفیت ، غوره ذائقې ، رنګ او بوی له کبله په نړۍ کې د زعفرانو ترټولو لوی تولید کونکې هیوادونه شمیرل کیږی ترسره شوي چې د هیواد زعفران ترټولو غوره وپیژندل شول.