دلوګر ولایت دمحمد اغې صنعتي پارک دلومړي فاز د اساسي بنسټ دکار بشپړېدل
چهارشنبه دسلواغې ۸ مه ۱۳۹۹
دلوګر ولایت دمحمد اغې صنعتي پارک دلومړي فاز د اساسي بنسټ په نږدې ۲۸۰ جریبه ځمکه کې ددریو پروژو په لرلو سره د ۱۵۰,۰۰۰,۰۰۰افغانیو په ارزښت دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا دانکشافي بودجې څخه له منظورۍ وروسته ، داقتصادي ودې ، دکاري فرصتونو برابرولو، سوداګریزو، زراعتي او مالدارۍ فعالیتونو دودې په موخه بشپړ شو.
په دغه صنعتي پار کې دلومړۍ بنسټیزې پروژې په پلي کولو سره، ۴.۹۵ کیلو متره سرک،د۲۸۰ جریبه ځمکې هوارول،دژورو ځاګانو کیندنه،داوبو رسونې دپایپونو غځول، بریښنا رسونه، هغه ځه دي چې دلوګر ولایت دمحمد آغې په صنعتي پارک کې بشپړ شوي دي.
دمحمد آغې داقتصادي زون لپاره دټاکل شویو موخو په پام کې نیولو سره، ټاکل شوې چې ددغه پارک احاطوي دیوال او دنورو فازونو د بنسټیزو چارو کار هم پیل شي.