دمعدني اوبو او غیر الکولي څښاکوداتحادیې له غړوسره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه
یکشنبه د وري ۲۲ مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د معدني اوبو او غیرالکولي څښاکو د اتحاديي له غړو سره وکتل .
په دې لیدنه کې د معدنې اوبو او غیرالکولي څښاکود اتحاديې ريس عبدالکریم عارفی وویل دوی په دې برخه کې په کابل ولایت کې تردوه سوه ډیرې فابریکي فعالیت کوي او زیاتوي چې په دغو فابریکو یې د ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې.
نوموړي د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وغوښتل چې د ګڼو فابریکو جوازونو د تمدید په برخه کې ورسره مرسته وکړې.
ښاغلي غوریاني هم د ستونزو د حلولو په برخه کې د ژمنې ترڅنګ ټینګار وکړچې وروسته تر دې به پانګوالو ته په بیلابیلو برخو، لکه د معدني اوبو او غیرالکولي څښاکو او نورو برخو کې دټول هېواد په کچه ګنې اسانتیاوې رامنځته کړې.