دپاکستان دسنا مجلس له ریس سره دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست او نوماند وزیر لیدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۱:۴
دپاکستان دسنا مجلس له ریس سره دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست او نوماند وزیر لیدنه

چهار شنه: دلړم ۶مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی نثار احمد غوریاني چې دخصوصي سکتور په ملتیا دیوه لوړ رتبه پلاوي په مشری یې پاکستان ته سفر کړی، ددغه هېواد دسنا مجلس له ریس ښاغلي محمد صادق سنجراني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دافغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګریزو او ترانزیټي چارو دپراختیا په اړه دخبرو تر څنګ په سوداګریزو چارو دسولې داغیزو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دغه غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي غوریاني ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګریزو او ترانزیتټي اړیکو دلاپراختیا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دپاکستان له لوري دافغان سوداګرو په وړاندې دې خنډونه ژر تر ژره لیرې شي.

دپاکستان دسنا مجلس ریس ښاغلي محمد صادق سنجراني هم په خپل وار سره دافغانستان او پاکستان ترمنځ تیرو دوستانه اړیکو ته په کتو سره، ټینګارو کړ چې ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګریزو او سیاسي اړیکو یو نوی باب پرانیستل شوی.

دیادونې وړده چې په دغه غونډه کې دافغانستان دولسي جرګې دځوانانو، روغتیا او ورزش دکمیټې ریس نجیب الله ناصر هم ګډون کړی وو.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې پاکستان هېواد ته یې د۲۰۲۰ کال دسوداګرۍ او پانګونې په غونډه کې دګډون په موخه سفر کړی وو، ددواړو هېوادونو ترمنځ یې دسوداګرۍ او ترانزیټ دلاښه والي په موخه ددغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو مقاماتو سره هم خبرې اترې کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS