د(پستې او الو بخارا)  میوو صادراتو ،پروسس او بازارموندنې  غونډه ترسره شوه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۰:۱۳
د(پستې او الو بخارا)  میوو صادراتو ،پروسس او بازارموندنې  غونډه ترسره شوه

پنجشنبه:د چنګاښ۱۷مه ۱۴۰۰ 

د میوو د صادراتو په ځانګړي ډول د پستې او الوبخارا د تولید، پروسس او بازار موندنې په اړه غونډه  د وچې میوي د سوداګرو،صارونکو، د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استازو په ګډون دعبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت د وچې میوو د صادراتو د زیاتوالي او د دې سکتور د سوداګرو او صادرونکو په وړاندې د شتوننګونو د معلومولو،د وچو میوو د تولید ، پروسس ، بازارموندنې او صادراتو په طرح  کې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه شاملولو په ځانګړي توګه د پستې او الو بخارا  په اړه زیاتې غونډې ترسره کړي دی .

په دې ناسته کې د وچې میوو سوداګرو او صادروونکو،د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت استازی د صادراتو دپراختیا ریاست له مسولینو سره د خپل سکتور د تولید ، پروسس ، بازارموندنې او صادراتوستونزو او ننګونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یادو مسولینو د وچو میوو سوداګرو اوصادرونکو سره ژمنه کړې چې دوی به خپلې ستونزې له لوړپوړودولتي چارواکو او ادارو  سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هر ډول هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS