دکند هارولايت له  صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۳۲
دکند هارولايت له  صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

چهارشنبه: دغوايي لومړۍ  1400

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې کندهار ولایت ته يې سفرکړی په دغه ولایت کې د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو سره وکتل او په ياد ولایت کې یې د خصوصي سکتور په وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

 ښاغلي غوریاني په دې ناسته کې وویل چې کندهار ولایت ته دده د سفر موخه او د دې ولایت خصوصي سکتور سره ناسته له  صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو سره مخامخ خبرې کول او ددوی د ستونزو  حل کول دي.

 ښاغلي غوریاني په ټول هیواد کې د خصوصي سکتور د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ورسره مله پلاوي ته یې لارښوونه وکړه چې په کندهار ولایت کې د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو ستونزې وڅيړي تر څو دحل په موخه ورته دحل لارې ومومي او د دوی ستونزې حل شي.

 دصنعت اوسوداګرۍ وزیر همدارنګه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت رهبري او دغه وزارت ژمن دی چې د هیواد د اقتصادي ودې اوپراختيا په موخه خصوصي سکتور ته  اونده اسانتیاوې برابرې کړي.

 په دې ناسته کې د کندهار ولایت د خصوصي سکتور استازو دې ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د سفرد هرکلي پرمهال خپلې ستونزې د دغه وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 ديادونې وړ ده چې د کندهار ولايت د اقتصادي ودې ترانزيټ او - سوداګرۍ مرکز په توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی اهمیت لري او دې وزارت د دې ولایت د صنعت ، سوداګرۍ ، پانګونې او ټرانزیټ لپاره ځانګړي برنامې په لاره اچولي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS