د آذربایجان هېواد یو پلاوی کابل ته راورسید

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۱۲
د آذربایجان هېواد یو پلاوی کابل ته راورسید

پنجشنبه ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۵ زمری ۱۴۰۳

د آذربایجان جمهوریت یو پلاوی د دغه هېواد د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشرۍ کابل ته را ورسید او دلته د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد له له لورې ورته هرکلی وویل شو.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به په هغه درې اړخیزه ناسته کې چې د افغانستان، آذربایجان او ازبیکستان تر مینځ جوړېږي ګډون وکړي

همدارنګه به پدې ناسته کې به د درې اړخیزو سوداګریزو او اقتصا دي اړیکو په اړه، د لوژیستیک او ترانسپورت په څانګو کې د درې اړخیز پرمختګ، په افغانستان کې د شته معدني موادو د جیولوجیکي اکتشافاتو په ترسره کولو،د زیاتو معدني موادو درلودونکو سیمو په اکتشافاتو، په افغانستان کې د هایدرو کاربن درلونکو سیمو د اکتشافاتو او د افغانستان په شمال کې د سمټو د تولید د پروژې د تطبیق په برخه کې چې په کال کې به د یو میلیون ټنه د تولید ظرفیت به ولري، بحث وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS