د آیس کریم سکټور داستازود اندیښنو اوریدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۳:۱۹
د آیس کریم سکټور داستازود اندیښنو اوریدنه

چهارشنبه: د وری ۱۷مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د آیس کریم تولیدونکو شرکتونو له استازو سره وکتل.

په دې غونډه کې  د يادو شرکتونو استازو د آيسکريم د ټيټ کيفيت اوغير معياري توليداتو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې او ويې ويل، چې دغه آيسکريم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له جواز پرته توليدېږي.

دوی د خپلو تولیداتو دکیفیت، په فابریکو کې کارول شوي ټیکنالوژۍ او په بازارونو کې د تولید شوي آیس کریم د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دوی اندیښنو ته د رسیدو غوښتنه یې وکړه.

د دغه وزارت مرستیال ښاغليمولوي قدرت الله جمال په ټولو برخو کې د ټیټ کیفیت لرونکو محصولاتو پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د آیس کریم ډېر پیردودنکې کوچنیان دي او د هغوی روغتیا  ته باید زیان ونه رسیږي.

د دې سکتور له استازو وغوښتل شول چې خپلې ټولې ستونزې د کانونو او صنایعو خونې له لارې دیوه رسمي مکتوب له مخې  دغه وزارت سره شریکې کړي.

پای کې  پریکړه وشوه چې د کانونو او صنایعو دخونې د مکتوب له ترلاسه کولو وروسته؛ به  د دوی اندیښنې اقتصادي کمیسیون  سره شریکې او همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د اړوندو ادارو یو ګډ پلاوي خپلې څیړنې په دې هکله ترسره کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS