د ازبکستان سفیر د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۱:۲۱
د ازبکستان سفیر د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

شنبه مورخ ۲۵محرم ۱۴۴۵ / ۲۱زمری ۱۴۰۲

د ازبکستان هیواد سفیر یادګار شادمانوف د صنعت او سوداګري وزارت له مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل. یاده کتنه چې نن ترسره شوه پکې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د همغږي او لا پیاوړتیا اړوند خبرې اترې وشوې. د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شادمانوف په نزدې راتلونکې کې د لوړپوړي ازبکستانی سوداګریز پلاوي د سفر اړوند مالومات وړاندې کړل او هیله یې وښودله چې یاد سفر به په دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ژور اغېز ولري.

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې  له ښاغلي شادمانوف څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د نړۍ او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو رغولو او پیاوړتیا ته ژمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS