د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او مل پلاوي د اوزبیکستان هیواد په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۹:۳۹
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او مل پلاوي د اوزبیکستان هیواد په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

سه شنبه 1 ذوالقعده الحرام 1446 / 9 ثور 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او ورسره مل پلاوي د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړ شوي نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ. په دې نندارتون کې د روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونو ګډون کړی وو.

په نندارتون کې د اوزبیکستان هیواد جمهور رئیس، د هغه مرستیالانو، د اوزبیکستان هیواد یو شمیر وزیرانو، او د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړيو چارواکو او سوداګریزو استازيو ګډون درلود. د دې نندارتون هدف د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت، او اقتصادي اړیکو پراختیا او د نوو فرصتونو رامنځته کول وو.

دغه نندارتون د سیمې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوه غوره بېلګه ګڼل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS