د افغانستان او ازبکستان ترمينځ د سوداګريز پيوستون غونډه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۸:۳۸
د افغانستان او ازبکستان ترمينځ د سوداګريز پيوستون غونډه

یکشنبه مورخ ۲۱ شعبان المعظم ۱۴۴۵/ ۱۳ کب ۱۴۰۲

دافغانستان او ازبکستان تر مينځ د سوداګريز پيوستون په موخه کنفرانس د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د ازبکستان سفير او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو په ګډون ترسره شو.

په ياده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال  وويل مونږ له ازبکستان سره ښې اقتصادي اړیکې غواړو، د ازبکستان سوداګر کولای شي زموږ سره په پنځو زونونو کې د موادو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي جمال زیاته کړه د ازبکستان سوداګر  هر وخت کولای شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادو سره د تجارتي اړيکو غوښتونکی دی.

    ورپسی  د ازبکستان سفير وويل، په افغانستان کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمېنځ سوداګريزې اړيکې نورې هم غښتلې کولای شي او په افغانستان کې یې پانګونه  د واړو هيوادونو په ګټه وبلله، هغه زياته کړه موږ له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پاللې دي، زموږ اقتصادي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمېنځ باور زياتوالی شي او د دواړو هېوادونو د خلکو اقتصادي حالت ښه کولای شي.

په پای کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال او  سوداګر ښاغلي يونس مومند وويل، دواړو هيوادونو تر مېنځ اړيکې خورا ډیرې لرغونې دي او د‌ دواړو اسلامي هېوادونه ګډ فرهنګ لري.  نوموړي زياته کړه  چې موږ باید خپلو منځونو کې ښې اړيکې وپالو، ده  له دواړو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې سوداګرو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS