د افغانستان او ازبیکستان تر مینځ د سوداګرۍ او پانګونې پنځه تړونونه لاسلیک شول

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۴۶
د افغانستان او ازبیکستان تر مینځ د سوداګرۍ او پانګونې پنځه تړونونه لاسلیک شول

شنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۷ زمری ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا برادر آخوند او د ازبیکستان جمهوریت د لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف اف په حضور کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ازبیکستان د پانګونې،صنعت او تجارت وزارت ترمینځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول.

همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د معادنو او پطرولیم، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د ازبیکستان د اړونده وزارتونو تر مینځ تړونونه لاسلیک شول.

په هغه مجحفل کې چې له همدې امله په ارګ کې جوړ شوی و، د ازبیکستان صدراعظم په نړیوالو سازمانونو او ټولنو کې له افغانستان څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې:مونږ له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو او زمونږ د ولسمشر نظر دادی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ امکان نه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS