د افغانستان او بلاروس جمهوریت تر مینځ اقتصادي اړیکي پراختیا مومي

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱۳
د افغانستان او بلاروس جمهوریت تر مینځ اقتصادي اړیکي پراختیا مومي

شنبه ۱۰ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲۲ جدی ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د بلاروس جمهوریت د صنایعو وزارت له مرستیال ښاغلي "کازینتاسو اندرو" سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د بلاروس جمهوریت د صنایعو وزارت مرستیال د دواړو هېوادو تر مینځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوتالي غوښتنه وکړه.

وروسته بیا د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د ارقامو په وړاندې کولو سره د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریز بیلانس د کچې پر تعادل ټینګار وکړ.

د دې کتنې په پای کې د دواړو هېوادو تر مینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په سوداګریز بیلانس کې د تعادل رامینځ ته کېدو په موخه، د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو جوړولو او د دواړو هېوادو د خصوصي سکتور او دولتي پلاویو تر مینځ د ګډو ناستو پر تنظیم هوکړه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS