د افغانستان د سهامي شرکت د اساسنامې پر مسوده بحث وشو

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۵۲
د افغانستان د سهامي شرکت د اساسنامې پر مسوده بحث وشو

چهارشنبه11 شوال المکرم 1446 / 20 حمل 1404

بېرته راګرځېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د آسانتیاوو برابرولو پلاوي د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې نن چهارشنبه د وري په شلمه نېټه اختصاصي ناسته جوړه شوه.

دغه غونډه هېواد ته د بېرته راستنیدونکو مهاجرو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسیون د پریکړې له مخې او د دغه کمیسیون د طرزالعمل د شپاړلسمې مادې له مخې چې د یادې کړنلارې لا ښه او چټک پلي کېدل غواړي، جوړه شوې وه.

په یاده ناسته کې چې بېرته راګرځېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د آسانتیاوو د برابرولو او جوړولو پلاوي په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان د سهامي شرکت د اساسنامې مسودې د لا غني توب لپاره چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ترتیب شوې ده، بحثونه ترسره شول او نظرونه سره تبادله شول.

بېرته راګرځیدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د امتیازاتو او آسانتیاوو د تنظیم د کړنلارې په ۱۶مه ماده کې راغلي دي چې: "وزارت مکلف دی تر څو د پلاوي په وړاندیز او د عالي کمیسیون په تایید د صنعت کارانو او سوداګرو د اړونده فعالیتونو د تنظیم لپاره، په افغانستان کې د ننه یو سهامي شرکت جوړ او تاسیس کړي."

ښاغلي الحاج عزیزي پدې ناسته کې ټینګار وکړ چې بېرته راګرځېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د آسانتیاوو برابرولو او امتیازاتو ورکړې په برخه کې باید بېړني اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

د یادولو ده چې د افغانستان د سهامي شرکت اساسنامه به څلورو فصلونو او ۴۴ مادو کې ترتیب شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS