د افغانستان د ځمکني ترانسپورت همغږۍ شورا سره لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۶:۱۵
د افغانستان د ځمکني ترانسپورت همغږۍ شورا سره لیدنه

چهارشنبه:دزمري۱۳مه ۱۴۰۰

 د افغانستان  اسلامي جمهوری دولت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي  نثار احمد غوریاني د افغانستان د ځمکني ترانسپورت همغږي شورا له مشرتابه سره د شهید سید مصطفی کاظمي د غونډو په تالار کې وکتل او د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه یې د ترانسپورتي خونې د رامنځته کیدلو په هکله خبرې وکړې.

د افغانستان د ځمکني ترانسپورت د همغږۍ شورا رییس طالع محمد اتمانزی د یاد سکتور پروړاندي پرتې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مشرتابه سره شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه .

ښاغلي اتمانزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رهبرۍ غږ وکړ چې د افغان ټرانسپورټ د اطاق په جوړولو کې له دوي سره  همکاري وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې دا وزارت د خپل ټول ځواک سره هڅه کوي  ترڅو د یاد سکتور ستونزې حل کړي.

ښاغلي غورياني زیاته کړه چې د ټرانسپورټ سکتور د ستونزو حل کول د اقتصادي، سوداګریز وضعیت ښه کولو او د افغانانو د ژوند معیار لوړولو معنی لري.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې وزارت د خونو او سکتور ونو دفدراسیون حقوقي او مشورتي څانګې ته هم لارښوونه وکړه چې د هیواد ټرانسپورټ خونې د رامینځته کولو لپاره اړین قانوني او تخنیکي مواد برابر کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS