د افغانستان د ښځو جوړشوی اووم ملي نندارتون پرانستل شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۲۰:۲۱
د افغانستان د ښځو جوړشوی اووم ملي نندارتون پرانستل شو
۱۳۹۹ کال د لړم ۲مه
د افغانستان د ښخو جوړ شوی اووم ملي نندارتون د چهلستون په تاریخې بڼ کې پرانستل شو.
ددغه نندارتون دپرانستې به مراسمو کې دهېواد لومړۍ مېرمنې ، دصنعت او سوداګرۍ سرپرست نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني، دسوداګرۍ او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزي، دسوداګرۍ خونو د فدراسیون عمومي ریس ښاغلي اسماعیل غضنفر اود ولسي جرګې دملي اقتصاد دکمیټې مرستیالې آغلې نظیفې یوسف بیګ ،افغانستان دښځو دسوداګرۍ اطاق ریئسې آغلې افسانه رحیمی او د سوداګرۍ او پانګونې فدراسیون مرستیال ښاغلي خان‌جان الکوزي خبرې وکړې.
دهېواد لومړۍ مېرمنې دخپل ویدیویي پیغام په ترڅ کې په ډاګه کړه چې په ځو وروستیو کلونو کې په هېواد کې میرمنو ښې لاسته راوړنې لرلې دي. نوموړې زیاته کړه چې ددې لاسته راوړنو تر ټولو ښکاره بېلګه، د افغانستان د ښځو جوړشوی اووم ملي نندارتون دی، چې نن یې موږ شاهدان یو او دهېواد لومړۍ مېرمنې دافغانستان ښخو ته ددغه نندارتون دپر لاره اچولو مبارکي وویله.
ورپسې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې دښځو لپاره دداسې یوه نندارتون په لاره اچول یو مثبت ګام دی ، چې په دې سره به داقتصاد په برخه کې لاډیرې لاسته راوړنې ولرو او له مېرمنو څخه یې وغوښتل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په مدیریتي برخه کې هم عملي نقش تر سره کړي.
په دغه نندارتون کې ۱۵۰ شرکتونه چې دمېرمنو لخوا رهبري کیږي ، ونډه لري او خپل محصولات یې په لسګونوغرفو کې نندارې ته ایښي دي.
دیادونې وړ ده چې دغه نندارتون به له نن څخه بیا دروانې تلې میاشتې تر څلورمې نېټې پورې دلیدونوکو پرمخ پرانستل شوی وي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS