د افغانستان - پاکستان ترانزیټې او سوداګریزهوکړه لیک (اپټا) تعدیل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۷:۲۲
د افغانستان - پاکستان ترانزیټې او سوداګریزهوکړه لیک (اپټا) تعدیل

دوشنبه: د غويې۱۳مه ۱۴۰۰

د پاکستان اسلامي جمهوریت سره د تعدیل شوي ترانزیتي تړون د مذاکراتو د پالیسۍ ډلې لومړۍ ناسته ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ، په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار کبیر خان عیسی خیل او د یاد هوکړه لیک د مزاکري تخنیکې غړو په ګډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې ، تخنیکي ډلې د اپټا هوکړه لیک  باندې خبرې وکړې ، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت کوي؛ دوی د خپلو خبرو پایلې  د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تخنیکي ډلې سره  شریکې کړې.

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د پاکستان د اسلامي جمهوریت په اسلام آباد ښار کې د اپټیکا  له اتمې ناستې وروسته د اپټا د هوکړه لیک  د تعدیل لپاره له پاکستان سره منظمې خبرې پیل کړې دي

د اپټا هوکړه لیک په تعدیل کې ښه پرمختګ شوی ، کوم چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د ځینو وړو اختلافی ټکو له حل وروسته؛ د هوکړه لیک تعدیل شوی متن د  افغانستان اسلامي جمهوري دولت  او پاکستان اسلامی جمهوریت د لوړ پوړو چارواکو لخوا لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS