د امام ابوحنیفه (رح) ملی و او نړیوال نندارتون څخه د مولوی قدرت الله جمال لیدنه
سه شنبه مورخ ۱۲ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلۍ مولوی قدرت الله جمال د امام ابوحنیفه ( رح ) ملی او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي جمال د نندارتون د غرفو څخه لیدنې سربیره د هیواد د سوداګرو او صنعت کارانو، د وړاندیزونو او ستونزی په اوریدلو سره مربوطه مسوولینو ته د هغوي د ستونزو حل په موخه لازمي سپارښتنې وکړ.
ښاغلي جمال د دې نندارتون د جوړیدو څخه خوښې څرګنده کړه،سوداګرو او صنعت کارانو ته يې ډاډ ورکړ چي د ا ا ا په ټولو برخو کي له تاسې سره همکار دی.
د یادونې وړ ده چي په یاد نندارتون کي نژدی ۷۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل صنعتي او سوداګریز توکې نندارې ته وړاندې کړی، چې د قوس ( لیندۍ ) تر ۱۷ به هیوادوالو ته د نندارې په موخه پرانیستی وی.
د یادونې وړ ده چي په یاد نندارتون کي نژدی ۷۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل صنعتي او سوداګریز توکې نندارې ته وړاندې کړی، چې د قوس ( لیندۍ ) تر ۱۷ به هیوادوالو ته د نندارې په موخه پرانیستی وی.