د اوسپنې د ویلې کولو سکتور مسوؤلینو سره د مولوی جمال لیدنه
چهار شنبه مورخ ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۲۳لېندۍ ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال د دی وزارت ځینو رئیسانو په ګډون د صنایع او معادن خونو، او د اوسپنې د ویلې کولو سکټور له مسوولینو سره لیدنه او د دغو سکټورونو ستونزو په اړه خبری اتری وکړ.
د هیواد د اوسپنې د ویلې کولو سکټور مسوولینو د خامو موادو ( زړو اوسپنو ) د قاچاق د مخنیوۍ او صفر ته رسولو غوښتونکۍ شول، او دبرښنا د کمښت څخه خپلي ستونزې شریک کړل، او همداراز د وارداتو په برخه کي د سیمه ييزو هیوادونو سیاستونو په اړه خپلي ستونزی بیان او د مرستې غوښتونکې شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د دی سکټور د طرحی مسوده په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو ترڅنګ، وویل مونږ د مشخصو کسانو لپاره نه بلکه ټول ولس لپاره کار کوو.
ښاغلي جمال فابریکه لرونکو باندی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه په باورمندی ټینګار وکړ او وویل چي ستاسو غږ به مسوولینو ته په ځانګړي ډول د اقتصادی عالی کمیسیون شورا ته د حل په موخه رسول کیږي
همداراز په دی غونډه کی د برښنا د کمښت ستونزې د رسیده ګي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا وړاندیز شو چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د برښنا عمومې ریاست او د اوسپنې د ویلې کولو سکتور تر منځ تخنیکې ناسته وشي چي د یادو مسوولینو لخوا ومنل شو
د یادونۍ وړ ده چي په هیواد کي ۴۲ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعال دی.