د اپټا تړون د تعدیل په اړه ملي مشورتي غوڼده
چهارشنبه د چنګاښ ۹مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان - پاکستان د ټرانزیټي سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په اړه د خصوصي سکتور د وروستیو نظریاتو او وړاندیزو د ترلاسه کولو په موخه ستره ملي مشورتي غونډه د هیواد دسوداګریزواو ترانزیټي سکتورونود لوړ پوړو استازو په ګډون په کابل کې ترسره کوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه،د اپټا تړون د تعدیل په اړه د مشورتي غونډې په دویمه ورځ د بلخ ، کندز ، هرات او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې وویل، چې د خصوصي سکتور د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کول د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اپټا تړون د تعدیل لپاره خورا مهم او ارزښتناک دی.
ښاغلي بن شاه زیاته کړه چې د خصوصي سکتورود مشرانو سره د لوی او ملي مشورتي غونډې د ترسره کولو موخه له پاکستان سره د دغه تړون په خبرو اترو کې د خصوصی سکتور ورستیو نظریاتو،وړادیزونو او معلوماتو شریکول دی .
د افغانستان د اطاقونو فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزی اود بلخ ، کندز ، هرات او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور استازو هم په پاکستان او افغانستان کې د سوداګرۍ،ترانزیت او ټرانسپورټي ستونزو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل،په پورته ذکر شوې برخو کې د اسانتیاو رامنځته کول،او نوراړونده موضوعات يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره شریک کړل .
د صنعت او سوداګري وزارت دولسمشرۍ ماڼۍ په ملاتړ او د خصوصي سکتورد نظرونو او وړاندیزونو په ترلاسه کولو سره تر دې دمه له پاکستان سره د اپټا تړون د تعدیل په موخه ژورې خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کولواو د یاد تړون په تعدیل کې د هغوي ځای پرځای کولو لپاره، دهیواد په مختلفو ولایاتو،په ځانګړي توګه هغه ولایتونه چې د ګاونډیو هیوادونو سره ګډه سوداګریزهاوترانزیتي پوله لري غونډي ترسره کړې دي.