د تازه مېوود افغان صادروونکو او هندي واردوونکو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په اړه آنلاین غونډه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۷
د تازه مېوود افغان صادروونکو او هندي واردوونکو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په اړه آنلاین غونډه

 سه شنبه دچنګاښ 8مه 1400

 په ممبۍ کې د افغانستان د سوداګريزې اتشې د دفتر له لارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د تازه میوو صادرونکو او هندي واردوونکو تر منځ د سوداګری اړیکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ قانون پراختیا پروګرام (سي ایل ډي پي) او د متحده ایالاتو د USAID ادارې په همکارۍ غونډه جوړه کړې وه.

 په دې غونډه کې په ممبۍ کې د قونسل جنرال ، شاه مسعود ارغندابي ، د دې وزارت د صادراتو پراختیا رییس ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اطاقونو رئیس ، په کابل کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز ، په ممبۍ کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز او له 82 څخه زیاتو هندي او افغاني دميووشرکتونو برخه اخیستې وه.

 شاه مسعود ارغندابي هندي بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او په سیمه کې نوروهیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره د دغه وزارت د پراختیایی برنامې پیل اعلان کړ.

په دې غونډه کې د36 افغان او46 هندي سوداګرو تر منځ د سوداګریزو اړیکو غونډه ترسره شوه او هندي شرکتونو له افغانستان څخه د تازه میوو په ځانګړي توګه د ګيلاسو، مڼو او انګورو واردولو ته لیوالتیا ښودلې.

 ټاکل شوې ده چې  هندوستان کې د افغاني وچې ميوې او طبي بوټوپه اړه د سوداګرو لپاره د سوداګرۍ  آنلاین ناسته به ډیر ژر د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د وزارت د سوداګریزې اتشی  دفتر لخوا ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS