د ترانزیت ملي کومېټې په اوومه ناسته کې د سوداګرو او ترانسپورټي شرکتونو ستونزې و څېړل شوې

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۵۶
د ترانزیت ملي کومېټې په اوومه ناسته کې د سوداګرو او ترانسپورټي شرکتونو ستونزې و څېړل شوې

سه شنبه ۱۶ صفرالمظفر۱۴۴۶ / ۳۰ زمری ۱۴۰۳

د ترانزیت د ملي کومېټې اوومه ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې او ددې کومېټې د محترمو غړیو په ګډون نن غرمه د یاد وزارت د مجلسونو په تالار کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي، د ترانزیټ لګښتونو او د ملت د زیانمنېدو موضوع ته په پاملرنې سره وویل چې باید د هېواد په ټولو بندرونو کې د نړیوالو معیارونو سره سم د سوداګرۍ او ترانسپورټ لپاره آسانتیاوې او خدمتونه برابرې شي.

پدې ناسته کې د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو او ترانسپورټي شرکتونو د ستونزو او د نورو هېوادو په بندرونو کې د هغوی پر ستونزو بحث او خبرې وشوې.

د مجلس په پای کې د بحث د آجنډا سره سم د هېواد په بندرونو کې د ترانسپورټي شرکتونو او سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې اړونده ادارو ته دندې وسپارل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS