د ترانسپورت له سکتور د مسئولینو سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۸:۵۹
د ترانسپورت له سکتور د مسئولینو سره لیدنه

چهارشنبه: د وری ۱۰مه ۱۴۰۱

دصنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال ددغه وزارت د غونډو په تالار کې  د هېواد د ټرانسپورټ سکتور له. مسوولینو سره وکتل.

 په دې غونډه کې چې د مرکز او ولایتو څخه د هېواد د ټرانسپورټي سکتور غړو برخه اخیستې وه؛ د افغانستان د ټرانسپورټ خونې د ټاکنو او په دې برخه کې پر ستونزو خبرې وشوې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په چارو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار د هېواد د ټرانسپورټي سکتور غړو ته معلومات ورکړل چې،  شرکتونو ته د اتحادیو د بدلولو مقرره د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېسیون له خوا نهايي شوې او اړونده برخو ته ېې لارښونه کړې ترڅو  ټرانسپورټي اتحادیې په شرکتونو بدلې کړي

د دې غونډې په ازاد بحث کې ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې څرګندې کړې او له ټاکنو مخکې يې د ستونزې هوارې غوښتنه وکړه.

در اخیر از آنها خواسته شد تا مشکلات و راه‌حل‌ها و همچنین موضوعاتی که مربوط این وزارت هم نمی‌شود را کتباً به این وزارت تسلیم دهند تا به آنها رسیدگی شود.

د دغه وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د دوی دخبرو له اوریدو وروسته وویل: د خوښۍ ځای دی، تاسو په ښکاره له موږ سره ټولې هغه ستونزې شریکې کړئ، موږ ژمنه کوو، ستاسود استازو په څېر به مو ستونزې  اړوندو مسوولینو ته سره مطرح او حل کړو

په پای کې له دوی وغوښتل شول چې ستونزې او حل لارې او همدارنګه هغه مسایل چې وزارت پورې اړه نه لري په لیکلي ډول دې وزارت وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS