د ترکمنستان جمهوریت د سوداګرۍ اتحادیې له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۱۳
د ترکمنستان جمهوریت د سوداګرۍ اتحادیې له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست لیدنه

شنبه مورخ ۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۵ / ۱۲ کب ۱۴۰۲

 د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ترکمنستان جمهوریت د سوداګرو او صنعت کارانو د اتحادیې له رئیس ښاغلي نوکر قلي آتاقي اوف  سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي آتاقی اوف  د ترکمنستان جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ  د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ  پلاوي هرکلی وکړ.

هغه د ترکمنستان-افغان سوداګريزپیوستون  کنفرانس او نندارتون پرانيستل د دواړو هېوادونو د نږدېوالي لامل وباله.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په هغه هېواد کې د افغان حکومت او خصوصي سکتور له پلاوي دګرم استقبال څخه مننه وکړه او یاد کنفرانس يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام وباله.

نوموړي له افغانستان څخه د سوېلي اسيا هېوادونو ته د ترانزيت د لارو چارو، په افغانستان کې د پانګونې د زمینې مساعدوالي او په دغه هېواد کې د پانګونې د ګټو په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS