د جوزجان ولایت له صنعت کارانو سره ناسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۷:۴۵
د جوزجان ولایت له صنعت کارانو سره ناسته

پنج شنبه مورخ 28شوال‌المکرم 1444 / 28 غويي ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او سرپرست ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د جوزجان ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل.

ګډونوالو د صنعت د ودې او پراختیا د فابریکو خاوندانو ته د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه او په جوزجان ولایت کې د صنعت په وړاندې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

وویل چې جوزجان ولایت د غالیو د صنعت مرکز دی، دوی وړاندیز وکړ چې د دغه صنعت او د نورو تولیداتو او محصولاتو د لا پراختیا لپاره اړتیا ده چې د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ د کلفت بندر چې د ترکمنستان او افغانستان تر منځ پر پوله پروت دی، بیرته فعال شي د دوی په وینا، د دغه بندر پرانیستل په داسې حال کې چې له ترکمنستان او منځنۍ آسیا له هیوادونو سره د ۳۰۰ کیلو متره سوداګریزې لارې د نږدې کیدو لامل کیږي، د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې هم ګټور تمامېدای شي.

همداراز د غونډې ګډونوالو له ترکمنستان څځه د ګازو دپېرلو، د صنعتي پارک د جوړولو او په جوزجان ولایت کې د ثقیله صنایعو د فعالیدو په اړه هم خبرې وکړې 

ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د دوی څخه مننه وکړه او ویې وویل چې د نصوصو او احادیثو له مخې کاسب د الله ج حبیب او دوست دي، په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د هیواد صنعت کارانو او سوداګرو ته اقتصادي مجاهدین بللي دي.

ښاغلي جمال یادونه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل د خصوصي سکتوړ له غړو سره سلا مشورې کوي، له همدې امله د تجربو پر بنسټ دا غوره ده چې ټولې غوښتنې د عملي کیدو لپاره باید له وزارت سره شریک او د یو او بل په مرسته کارونه تعقیب کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS