د خالد رستم خیل تولیدي فابریکه په ورځ کې د ۳ ټنه تولیداتو ظرفیت لری
پنج شنبه مورخ 23 جمادی الاول 1445 / 16 لیندی 1402
په میدان وردګ ولایت کې د خالد رستم خیل د غیر الکولي مشروباتو فابریکه د ۷ عدده ماشینینو په درلودلو سره د ۸ میلیونه افغانیو په پانګونې سره رامنځته شوې ده .
یاده فابریکه په یو ورځ کې د ۳ ټنو غیر الکولي مشروباتو د تولید ظرفیت لری همدارنګه يې دسیمې ۲۰ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده .
د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ښاغلي انجینر محمد خان ځواک او ورسره مل پلاوی دیادې فابریکې څخه دلیدنې پرمحال د فابریکې د مسئولینو ستونزی واوریدې او د حل په موښه یې د وزارت لوړپوړو مسئولینو ته د رسولو ډاډ ورکړ.