د خصوصي سکټور د مشرتابه ټاکنو د بريا په اړه ناسته وشوه
تير ماښام د خصوصي سکټور د ټاکنو په اړه، چې په بیلابیلو ولایتونو کې په بریالي ډول تر سره شوې، غونډه وشوه.
پدې ناسته کې، چې دولتي چارواکو، د پارلمان غړو، د بیلابیلو ولایتونو د خصوصي سکټور استازو او قومي مشرانو ګډون کړی وو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د وزارت په استازیتوب د ټاکنو د پروسې او پدې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رول، د اقتصاد او سوداګرۍ سکټور د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او پدې برخه کې د خصوصي سکټور د رول او دیته ورته نورو مسایلو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالرحیمزي د خونو د مخکنیو غړو د کړنو د ستایلو تر څنګ، نويو ټاکل شويو غړو ته د مبارکۍ تر څنګ دوی ته ډآاډ ورکړ، چې افغان حکومت به د تل په څیر د خصوصي سکټور تر څنګ پاتې شي تر څو د یوه صادراتي او پر ځان بسیا افغانستان پر لور سفر ګړندی او لا موثر کړي.
.
