د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له چارواکو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۴۶
د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له چارواکو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

شنبه ۴ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۱۷ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن شنبه د سنبلې( وږي) په اوومه نېټه، د خپل کار په دفتر کې د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له چارواکو سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ایران د درملو تولید سترو شرکتونو له چارواکو سره، افغانستان ته د با کیفیته درملو د واردولو او د بې کیفیته او تقلبي درملو راتلو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي. پدې لیدنه کې همدا رنګه د درملو د تولید د ایراني شرکتونو مسوولینو په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او دلته د خامو کیمیاوي موادو تولید ته تیاري وښوده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج عزیزي، افغانستان ته د واردتي درملو پر کیفیت او قیمت پر ټینګار سره د دوی پروګرامونو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان ته د با کیفیته درملو پر وارداتو کوم محدودیت او بندیز نشته او له دغه ایراني پلاوي څخه یې وغوښتل تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS