د ساختماني سکتور له استازو سره غونډه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۷:۵۴
د ساختماني سکتور له استازو سره غونډه

یکشنبه مورخ ۸ ذوالقعد‌ة الحرام ۱۴۴۴ / ۷ غبرګولۍ ۱۴۰۲

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د دغه وزارت  د غونډو په  تالار کې د ساختماني سکتور له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ساختماني سکتور مسوولینو دغه سکتور د هېواد د پرمختګ بنسټ وباله، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د لا زیاتې پاملرنې په موخه یې د ا.ا  له ادارو سره د اړیکو د ساتلو په هکله  د ساختمای چارو د اطاق غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، چې د یادې خونې د جوړولو لپاره به له اړوندو ادارو  سره په همغږۍ بحث ترسره شی.

همدارنګه ښاغلي  عزیزي د ساختماني سکتور د وړتیا په لوړولو د ټینګار ترڅنګ وویل، د هغو فعالو شرکتونو نوملړ چې په یاد سکتور کې  پانګونې وړتیا لري له دغه وزارت سره شریک کړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS