د ستندرد فارما درمل جوړولو له شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعين لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۱۹
د ستندرد فارما درمل جوړولو له شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعين لیدنه

شنبه دچنګاښ 5مه  1400

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ، محمد سلیمان بن شاه په کابل کې دستندرد فارما درمل جوړولو شرکت څخه لیدنه وکړه او د هيادې فابريکې له  چارواکو سره يې دد ې  او نورو تولیدي شرکتونو په وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

 ښاغلي بن شاه  وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیلابیلو سکتورونو کې له بیلابیلو فابریکو څخه لیدنه کوي ترڅو فرصتونه او ننګونې ومومي او د هیواد تولیدي صنعت ته وده ورکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین زیاته کړه چې د هیواد د تولیدي صنعت د فرصتونو او ننګونوتر پيژندلو وروسته؛  د دې وزارت مشرتابه د هیواد د صنعتکارانو او فابریکو مالکینو د ستونزو حل لپاره جامع برنامې په لاره اچوي او د تولیدي صنعت ودې لپاره اړین شرایط چمتو کوي.

 د ستندردفارما درمل جوړولو شرکت په 1387 کال کې د  لومړنۍ پانګونې په لګښت سره خپل فعالیت پیل کړ او اوس يې د  300  زره امریکایی ډالرو په ارزښت  نوي صنعتي ماشینونه د مختلف ډوله درملو تولید لپاره پیرلي او په ياده فابریکه کې ورڅخه کاراخلي .

 ياد شرکت مختلف ډوله درمل تولیدوي؛ چې  شاوخوا 40 کسانو لپاره يې دکار زمينه برابره کړې  او خپل محصولات په کابل او نورو ولايتونو کې پلوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS