د سوداګریزو خدماتو(صادراتي) ادارو د همغږۍ غونډه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۰:۲۶
د سوداګریزو خدماتو(صادراتي) ادارو د همغږۍ غونډه

یکشنبه د زمری ۲۳مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پورې اړوند د دویمې واحدونو د پنځو سوداګریزو خدمتونو (صادراتي) ادارو د همغږۍ لومړۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ ترسره شوه.

دا غونډه چې د صادراتو د پراختیا د رئیس ښاغلي احسان الله فطرت په هڅو جوړه شوه وه ، نوموړي د یادو پنځوسوداګریزو خدماتو (صادراتې) ادارو د همغږۍ د ستراتیژۍ په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې  د ممیزو، میوو او سبزیجاتو د صادراتو د پراختیا ریاست، د حیواناتو او نباتاتو دصنعتی محصولاتو د اتحادیې، د لاسي صنایعو د پراختیا ریاست،د افغانستان د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې او د قره قل د انستتیوت ریاست استازو د خپلو ادارو  د تیرو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې یاد ادارات دې  د هېواد د صادراتو د ودې په موخه دې د خپلو فعالیتونو، دندو، ستونزو او وړاندیزونو درې میاشتنی راپور د وزارت مشرتابه  ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS