د سوداګرۍ او صنعت او کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د تولید، پروسس او بازارموندنې په برخه کې تړون لاسلیک شو

۲۲ زمری ۱۳۹۹
د سوداګرۍ او صنعت او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزارتونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي، د پروسس ښه کولو او بازارموندنې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک نن چهارشنبې، د زمري ۲۲ مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ او صنعت د چارو د معینیت د چارسمبال عبدالکریم ملکیار له خوا لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک پر بنسټ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کرنې وزارت سره د کرنیزو محصولاتو د تولید د څرنګوالي او پروسس په برخه کې همکاري کوي او دغه راز دغو محصولاتو ته د پلور بازار هم پیدا کوي. ددې هوکړه لیک د لاسلیک کېدو اصلي موخه د نړیوال مارکېت معیار او غوښتنې ته په کتو سره د کرنیزو محصولاتو پروسس او د کرنیزو محصولاتو د تولیداتو معیاري کول دي. ددې هوکړه لیک پر اساس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپلو سوداګریزو څانګو له لارې له هېواده بهر د مارکېتونو اړتیاوې ارزوې او د دوی د معلومات پر بنسټ به د کرنې وزارت د نړیوال بازار د تایید وړ او معیاري کرنیز محصولات تولیدوي.
دغه هوکړه لیک د تولید، پروسس او بازارموندنې په برخه کې متمرکز دی، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کرنې له وزارت سره د نړیوال مارکېت اړتیا او غوښتونو مطابق همکاري کوي، تر څو د کرنیزو محصولاتو د تولید پروخت د کرنیزو تولیداتو د معیاري کولو په پار له کوم کیمیاوي او غیر کیمیاوي توکو څخه ګټه پورته شي.
د هغه په خبره په دواړو وزارتونو کې نهادونه ځانګړې شوي دي، چې ددې هوکړه لیک د پلي کېدو د لړۍ دقیق څارنه وکړي.