د سیمې د لوړ تناژ لرونکې ترانسپورت د معیارونو سره دموټرونو باروولود مقرري په تنظیم ټینګار.

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۸:۸
د سیمې د لوړ تناژ لرونکې ترانسپورت د معیارونو سره دموټرونو باروولود مقرري په تنظیم ټینګار.

سه‌شنبه دلیندۍ ۱۱مه 1399

د صنعت اوسوداګرۍ،فواید عامي اوترانسپورت وزارتونو، د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونو،د بلخ،هرات،او اندخوي د سوداګرۍ او پانګونې خونو،دهیواد دترانسپورتي او بارچلولو شرکتونو د استازو ګډه غونډه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مقام د ۱۳۹۹-۹-۸ نیټې د ۳۷۰۶ ګڼه لارښوونې د پلي کولو په منظور د صنعت او سووداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

دا غونډه چې د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني يې په انلاین ډول مشري کوله نوموړي وويل:د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب جمهوررئیس صریح لارښوونه ده چې باید د صنعت او سوداګرۍ،فواید عامي،ترانسپورت وزارتونه، د پانګونې او سوداګرۍ خونه،دترانسپورتي او بارچلولو د اتحادیو استازي د لوړ ټناج موټرو دبارولو تنظیم مقررې او د هیواد په ریل سټیشنونو کې د واګونونو بارولو او درولو لپاره طرزالعمل په اړه ګډه ناسته ترسره کړي په یاده مقرره او طرزالعمل بیا ځل کتنه وکړي، او د خصوصي سکتور وړاندیزونو په اړه دي لازمه مشوره وکړي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه د لوړټناج موټرو بارولو لپاره نوی مقرره باید د سوداګرۍ د وضعیت ښه والي اوهیواد دسړکونو ویجاړتیا دمخنیوي په موخه دسیمه ایز باروړلو معیارونو سره دپانګونې او سوداګرۍدخونو او ټرانسپورټي شرکتونو استازو سره په مشوره تنظیم شي.

د غوندې په پای پریکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ،فواید عامي،ترانسپورت وزارتونږ،دافغانستان د ریل پټلۍ د خپلواکې ادارې،دپانګونې او سوداګرۍ د خونو،د بارچلولو د شرکتونو داتحادي د استازو په ګډون یوه ګډه تخنیکې کمیټې دي رامنځته او د لوړ ټناج موټرو دبارولو تنظیم مقرري او د هیواد په ریل سټیشنونو کې د واګونونو بارولو او درولو د تنظیمو لو په طرزالعمل دي بیا کتنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS