د صنایع او معادن خونې او د شادیانو صنعتي پارک له فابریکو څخه لیدنه
پنجشنبه د چنګاښ ۲ نیټه ۱۴۰۱ کال
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی قدرتالله جمال د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د صنایع او معادن اتاق او د شادیانو صنعتي پارک له فابریکو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ وزارت رئیس هم حضور درلود، دشمال زون د صنایع او معادن رئیس محترم امامالدین سناییزاده؛ یاد اتاق یې د صنعت کارانو ادرس یاد کړ، او وویل موږ سره هغه څوک صنعت کار دی چې عملآ فعالیت ولري .
د لیدنې په لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرتالله جمال څرګنده کړه او وویل: موږ غواړو چې د صنعت او سوداګرۍ اړیکې له ټولو ادارو او د ولایت له مقام سره نژدې او همغږې کړو تر څو د هیواد خصوصي سکتور ننګونو او ستونزو ته په ټاکلي وخت رسیدنه وشي.
په همدې لړ کې ښاغلي مولوي جمال د سیلوی مصطفی جمال، د کپیټان د معدني اوبو، د پرواز پروف تولیدي او صنعتي فابریکې او د مفید ګروپ صنعتي اوتولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه د یادو فابریکو د مسئوولینو ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واوریدل.