د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د رهبري هیئت ناسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د رهبري هیئت ناسته

 شنبه: دچنګاښ ۱۲مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر نثار احمد غوریاني په ریاست د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې  جوړه شوې وه .

 په دې ناسته کې ، سلطان احمد سروري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وړاندیز او دجمهوری ریاست د عالي مقام د تصویب پراساس د نړیوال سوداګریز سازمان د ژمنو د پلی کولوریاست د رییس په توګه معرفي شو.

په دې ناسته کې د سوداګرۍ ډیپلوماسۍ رامینځته کولو او دوام لرونکي تمرکز (د 32 هیوادونو سره 82 تړونونه )، د موافقتنامې ریاست طرزالعمل کې تعدیل، دسوداګریزو اتشو دهمغږۍ ریاست طرزالعمل ، په شپږ زونونو کې د سوداګریزو نښو راجع کولو کار پیل کولو ، د صنعتي پارکونو په سروي  او معلوماتو ته د لاسرسي پروسې د طرزالعمل په اړه بحث  ترسره او د رهبرۍ پلاوي  لخوا تصویب شو.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریانې وویل،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کارمندانو، رئیسانو او رهبرۍ د نه ستړې کیدونکې هڅو او کوښښونو پر اساس دا وزارت  د حکومت ، خصوصي او بهرنیو نهادونو تر منځ ښه نوم خپل کړي او د دې پایښت زموږ د ټولو ګډ مسئولیت دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS