د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له اتشه سره ولیدل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲۷
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له اتشه سره ولیدل

چهارشنبه ۵ رجب المرجب۱۴۴۵ / ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له اتشه حسین روستایي سره ولیدل.

په دې کتنه کې ښاغلي روستایي په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې ليوالتيا لوړېدل وستایل او په وینا يې غواړي د دواړو هېوادونو سوداګريزو اړیکو په لا پياوړتیا کې برخه واخلي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته دې لا ښې اسانتياوې برابرې او په دواړو هيوادنو کې يو بل ته د کار کولو زمينه برابره کړی شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل افغانستان يوه خپلواکه اقتصادي پاليسي لري ، چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې بهرني پانګوال دلته پانګونه کولی شي.

ښاغلي جمال زياته کړه موږ له ايراني سوداګرو هم ورته غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له شته اسانتياوو دې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS