د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو د ملاتړ پالیسی جوړه شوه.

دوشنبه د سلواغې ۱۳مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو د ملاتړ پالیسي جوړه او د ښاغلي نثاراحمد غوریاني لخوا لاسلیک شوه .
ښاغلي غوریاني ددې پالیسې د ګټو په هکله وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاړ لري چې د لمړي ځل لپاره د وزارت په کچه د ښځو د ملاتړ پالیسي د ملي او نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت جنډر د حقوقو د تامین په هکله د ژمنو دعملي کولوپه هکله رامنځته شوي ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ټینګار وکړ چې د ښځو د حقوقو ملاتړ او د ادارې په چارو کې د دوی پراخه ګډون،د ښځو د فعالیتونو، پراخوالې او د وزارت د چارود پرمختګ لامل شوی.
میرمنې د ګدې رهبرۍ د وړتیا درلودلو له امله کولاي شي چې د اداری چارو په ترسره کولو کې ګټور رول ولري او د ادارې دمتوازن پرمختګ لامل وګرځي.
دا پالیسي په ۵ فصلونو او ۲۳ مادو کې ترتیب شوي،چې وروستي موخه يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځینه کارکونکو د کاري ستونزو پیژندنه ،د هغوي د ستونزو حل او د په دې وزارت کې د هغوي د شتون ملاتړ بلل کیږي.